پکتیکا: چاربران ولسوالۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتیکا ولایت هغه ولسوالۍ چې کالونه کالونه ورته کار نه دی شوی نن یې د دې ولایت مرستیال والي له لوري د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې. مرستیال والي د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ښودلو پرمهال وویل: چې دوی به د دې ولایت لري پرتو او محرومو ولسوالیو ته چې په […]

د پکتیکا ولایت هغه ولسوالۍ چې کالونه کالونه ورته کار نه دی شوی نن یې د دې ولایت مرستیال والي له لوري د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

مرستیال والي د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ښودلو پرمهال وویل: چې دوی به د دې ولایت لري پرتو او محرومو ولسوالیو ته چې په تېر کې ورته هیڅ کار نه دی شوی زیات کار کوي او ولسونو ته به یې کاري پرستونه برابره وي.

نوموړي وویل: د یادې ودانې چارې به د اته میلیونه افغانیو په لګښت په سم او اوړ کیفیت بشپړېږي او ټول اړین سهولتونه به لري.

د چاربران ولسوالۍ ولسونو د پکتیکا له رهبري مننه وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې د دوی په ولسوالۍ کې د پرمختګ ډبره کېښودله.
مشرانو په خپلو خبرو کې د پکتیکا له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوی په ولسوالۍ کې دي په ټولو برخو کې د پام وړ کړنې تر سره شي څو یې ولسونه د نورو هېوادوالو په شان له هر ډول سهولتونو برخمن شي.

د دوی په خبره چې د نوي نظام په راتلو سره به د دې ولایت لري پرتو او محرومو ولسوالیو ولسونو ته په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ شي.
۱۴۴۳/۳/۵
۲۰۲۱/۱۰/۱۱
۱۴۰۰/۷/۱۹