نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له مراکزو او پوستو څخه د دښمن د تېښتې په دوام پرون د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ کې دښمن ۱ ستره پوسته تخلیه او مجاهدینو ته پرېښودله. له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغه پوسته چې د مرجاني کلي ته څېرمه پرته او د مرجاني پوستې په نوم یادېدله، له کلونو […]
له مراکزو او پوستو څخه د دښمن د تېښتې په دوام پرون د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ کې دښمن ۱ ستره پوسته تخلیه او مجاهدینو ته پرېښودله. له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغه پوسته چې د مرجاني کلي ته څېرمه پرته او د مرجاني پوستې په نوم یادېدله، له کلونو راپه دېخوا ددښمن یو کلک مرکز و. راپور زیاتوي چې دغه شرځاله له ډېري مودې راپه دیخوا د مجاهدینو تر محاصرې او بریدونو لاندې وه، چې بالاخره تېره شپه پکې میشت ګوډاګیان د مجاهدینو د بریدونو له وېري تښتېدلي او پوسته یې تخلیه کړې ده.
پاته دي نه وي چې د یادې پوستې ګوډاګیانو څو ورځي وړاندې د مرجاني په کلي ډیسي توپونه ویشتلي ول چې له کبله یې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ اولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. همداراز د یاد کلي لسګونه کورنۍ له دغه کلي څخه کډه شوې او نورو سیمو ته کوچیدلې وې، چې د یادې شرځالي په له منځه تلو سره اوس خلک بیرته خپلو کورونو ته راګرزي.
2021/6/29
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.