پکتیکا: سرحوضه کې دښمن ۱ ځوان او ۲ میرمني شهيداني کړې

په تش لاس اولس د وحشي دښمن د بریدونو په دوام پرون شپه د کابل رژیم وحشیانو د پکتیکا ولایت سرحوضې ولسوالۍ اړوند سرحوضې کلي کې د حاجي مرجان په نوم د یو عام اولسي وګړي په کور چاپه وهلې. دغه جنایت کې د سې ای اې کرایي قاتلینو د رمضان په نوم یو ځوان […]

په تش لاس اولس د وحشي دښمن د بریدونو په دوام پرون شپه د کابل رژیم وحشیانو د پکتیکا ولایت سرحوضې ولسوالۍ اړوند سرحوضې کلي کې د حاجي مرجان په نوم د یو عام اولسي وګړي په کور چاپه وهلې. دغه جنایت کې د سې ای اې کرایي قاتلینو د رمضان په نوم یو ځوان او د هغه ۲ خوېندې شهيداني کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځي وړاندې هم اجرتي قاتلینو د یحی خیلو ولسوالۍ کې ۲ عام وګړي له کورونو را ایستلي او د خپلو کورونو په مخ کې په مرمیو ویشتلي او شهيدان کړي ول.

‏2021‏/7‏/4