پکتیکا: د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ته نوی سرپرست رئیس وټاکل شو.

مولوي خان محمد احمد د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو او نن ورځ کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د راغلي پلاوي له لوري خپلو کار کوونکو ته ور معرفي شو. له پلازمینې د راغلي پلاوي مشر مولوي اسدالله شریف په دې اړه وویل، چې د […]

مولوي خان محمد احمد د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو او نن ورځ کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د راغلي پلاوي له لوري خپلو کار کوونکو ته ور معرفي شو.
له پلازمینې د راغلي پلاوي مشر مولوي اسدالله شریف په دې اړه وویل، چې د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اړوند د چارو د ښه سمون په موخه اړتیا وه چې نوی رئیس په رسمي بڼه ژره تر ژره خپلې چارې پیل کړي، تر څو اړوند کارونه بېرته په عادي پیل شي.
هغه د ریاست له کار کوونکو هم غوښتنه وکړه، چې له نوي رئیس سره پوره همکاري وکړي او ولس ته د ښه خدمت په موخه له زړه کار وکړي.
په ورته مهال د نوموړي ریاست د کار کوونکو له لوري ډاډ ورکړل شو، چې د تېر په څېر به خپلو دندو حاضرېږي او خپلې چارې به په عادي ډول پر مخ وړي.
نوي رئیس مولوي خان محمد احمد وویل، چې ورسپارل شوې دنده به په پوره اخلاص پر مخ وړي او هڅه به وکړي، چې تر ډېره هغو سیمو ته زیات کار وکړي چې په تېرو کلونو ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
یاده دې وي، چې د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د دغه ریاست تر چتر لاندې بېلابېلې برنامې، په روغتیايي، رغونې، پوهنې او ډېری نورو برخو کې ولس ته خدمتونه وړاندې کوي او تر ډېره یې د ولس ستونزو ته رسیدګي کړې ده.