پکتیکا: د ښرنې ښار پاکونې په موخه ملي اشر ترسره شو.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې نن د ښار پاکولو په موخه ملي اشر تره شو چې چې د پکتیکا والي، د ښرنې ښاروال، د امنیت آمر، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د ښرنې ګڼ شمېر ښاریانو پکې ګډون کړی و. د پکتیکا والي محمد عسی یاسین د ښار پاکولو ملي اشر په مراسمو […]

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې نن د ښار پاکولو په موخه ملي اشر تره شو چې چې د پکتیکا والي، د ښرنې ښاروال، د امنیت آمر، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د ښرنې ګڼ شمېر ښاریانو پکې ګډون کړی و.

د پکتیکا والي محمد عسی یاسین د ښار پاکولو ملي اشر په مراسمو کې وویل: چې د ښار په پاکوالي کې د ښاروالي تر څنګ ښاریان هم مکلف دي چې خپل ښار د خپل کور په شان پاک وساتي.

یاسین زیاته کړه: د ښار ټول وګړی مسؤلیت لري چې خپل ښار له هر ډول ککړتیاوو څخه پاک وساتي ځکه د ښار پاک ساتل زموږ اسلامي او ملي دنده ده. نوموړي د مرکز ښرنې له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ښار په پاکوالي کې ورسره مرسته وکړي.

د ښرنې ښاروال مولوي ناصر هلال وویل: چې دوی تل هڅه کوي چې د هټیوالو له اتحادیې شورا سره په ګډه د ښرنې ښار ټولې چارې منظمې کړي او ښار له هر ډول چټلیو پاک وساتي.

ناصر زیاته کړه: د ښرنې ښار دومره پراخ نه دی چې هټیوال ورسره مرسته وکړي نو ښار به له هر ډول ککړتیاوو خوندي ساتل شوی وي.

بل لور ته بیا د ښرنې ښار هټیوالو هم ډاډ څرګند کړ چې دوی به د ښار په پاکوالي کې ځان سپمونه نه کوي او خپل ښار به د خپل کور په شان پاک ساتي.

۱۴۴۳/۳/۱۱

۱۴۰۰/۷/۲۵

۲۰۲۱/۱۰/۱۷