پکتیکا: د امارت سرتېرو ته به نظامي او مسلکي زده کړې ورکړل شي.

دغه څرګندونې نن له پکتیا ولایت څخه راغلي پلاوي د پکتیکا له مرستیال والي، آمنیه قوماندان او دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له آمنیه قوماندانانو او ولسوالانو سره په جوړې شوې ناسته کې وکړې. غونډه د پکتیکا ولایت مقام د غونډو  په تالار کې ترتیب شوې وه چې د پکتیکا مرستیال والي محیب الله حماس، […]

دغه څرګندونې نن له پکتیا ولایت څخه راغلي پلاوي د پکتیکا له مرستیال والي، آمنیه قوماندان او دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له آمنیه قوماندانانو او ولسوالانو سره په جوړې شوې ناسته کې وکړې.

غونډه د پکتیکا ولایت مقام د غونډو  په تالار کې ترتیب شوې وه چې د پکتیکا مرستیال والي محیب الله حماس، د قول اردو مرستیال مولوي روح الامین، د پکتیاولایت د قطعې مسؤل مولوي بدالردین امنیه قوماندان عبدالقیوم هلال، د پکتیکا د قطعې مسؤل حاجي ملنګ او د دې ولایت د ټولو ولسوالیو ولسوالانو او آمنیه قوماندانانو ګډون کړی وو.

د قول اردو قوماندان مولوي بدرالدین وویل: چې د افغانستان ا.ا ټولو مجاهدینو ته به څو میاشتنۍ نظامي او مسلکي زده کړې ورکوي او له هغه وروسته به د هېواد په ګوټ کوټ کې د خپلو ولسونو چوپړ کوي.

محیب الله حماس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې په دې سره به د امارت نظامي چارې نورې هم منظمې او ګړندۍ شي.

حماس زیاته کړه: د هېواد د خاورې او ناموس رښتیني ساتونکي به له دغو مسلکي زده کړو وروسته له خاورې او ناموس څخه په سم ډول دفاع او ساتنه کوي او د خپلو ولسونو د چوپړ لپاره به مټې ور بډ وهي.

د دوی په خبره چې د افغانستان ا.ا ټولو مجاهدینو ته به د دې هېواد په قول اردو ګانو کې مسلکي او نظامي زده کړې ورکول کېږي او وروسته له زده کړو به ورته ټاکلی معاش هم ورکړل شي څو خپلې کورنۍ ته یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کړي.

۱۴۴۳/۳/۱۴

۲۰۲۱/۱۰/۲۱

۱۴۰۰/۷/۲۹