پکتیکا: برمل کې قرارګاه او ۲ پوستې – مټاخان کې ۳ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدلې

د فتحو په ګړندي بهير کې پرون شپه مجاهدینو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند تورتنګي او رباط سیمو کې د مزدوري اردو په قرارګاه او ۲ پوستو بریدونه ترسره کړل، له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې د یادو بریدونو په نتېجه کې د دښمن قرارګاه او پوستې په مکمل ډول […]

د فتحو په ګړندي بهير کې پرون شپه مجاهدینو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند تورتنګي او رباط سیمو کې د مزدوري اردو په قرارګاه او ۲ پوستو بریدونه ترسره کړل، له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې د یادو بریدونو په نتېجه کې د دښمن قرارګاه او پوستې په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلې، ۶ مزدور عسکر وژل شوي او نور تښتېدلي دي.

همداراز یاده سیمه کې د مزدور دښمن په کومکي قوه هم د زړورو مجاهدینو لخوا وسله وال بریدونه شوي، چې له کبله یې ۱ ټانک تخریب شوی، ۳ مزدور عسکر وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

دغه رنګه د دښمن له شرځالو څخه ۱ ميل امريکايي ثقیل، ۱قبضه راکټ، ۱ غټه مخابره، ۲ دوربینونه اوګڼ مهمات مجاهدينو ته لاس ته ورغلي دي.

د یو بل راپور له مخې وړمه ورځ غرمه د یاد ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند ګل خان کلي کې شریرو اربکیانو د مجاهدینو د بریدونو له وېري ۳ پوستې تخلیه کړې او له سیمې څخه تښتېدلي دي. راپور زیاتوي چې دا مهال سیمه کې دښمن هیڅ وجود نه لري.

‏2021‏/6‏/26