پکتیکا: برمل ولسوالۍ کې عظیم الشانه غونډه جوړه شوه

پرون سهار د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ (برمل) کې یوه لویه غونډه جوړه شوه، دغه غونډه کې د یاد ولایت والي الحاج ملا محمد عیسی (یاسین) امینه قومندان مولوی عبدالقیوم هلال، د امنیت امر فتح الله اغا، د ولایت د نظامی قطعې مسؤل ملا نیک محمد ملنګ، د برمل ولسوالۍ مسؤلینو او د برمل، […]

پرون سهار د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ (برمل) کې یوه لویه غونډه جوړه شوه، دغه غونډه کې د یاد ولایت والي الحاج ملا محمد عیسی (یاسین) امینه قومندان مولوی عبدالقیوم هلال، د امنیت امر فتح الله اغا، د ولایت د نظامی قطعې مسؤل ملا نیک محمد ملنګ، د برمل ولسوالۍ مسؤلینو او د برمل، شکین او انګور اډې معززو علماؤ او قومي مشرانو  شرکت درلود.

 یادې غونډې ته ښاغلي محمد عیسی یاسین خپله په زړه پوری وینا واوروله او  ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چی اسلامي امارت ستاسو هر مشکل ته لاره هواره وي او تاسو ته د پوره امنیت ډاډ درکوو. همداراز هغه زیاته کړه چې تاسو قومي مشرانو ته د دې واک درکوو چې هر څوک له کورو تللي دي هغه خپلو کورونو ته  راولئ ترڅو په خپلو کورونو کې له خپلو اولادونو او کورنۍ سره خوږ ژوند وکړي.

قومي مشرانو هم په خپل وار غونډې ته خبرې وکړې او له اسلامي امارت سره یي د پوره پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

‏2021‏/8‏/28