پکتیکا: اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې ولایت له تاریخي سیمو لېدنه وکړه.

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه د دې ولایت ارګون او مرکز ښرنې له یو شمېر تاریخي سیمو څخه لېدنه وکړه.  رئیس محمد آمین حذیفه نن د دې ولایت مرکز ښرنې له تاریخي غونډې پتنې او ارګون ولسوالۍ هشت رخ کلا او تاسیساتو باغ څخه لېدنه وکړه او ډاډ یې […]

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه د دې ولایت ارګون او مرکز ښرنې له یو شمېر تاریخي سیمو څخه لېدنه وکړه.

 رئیس محمد آمین حذیفه نن د دې ولایت مرکز ښرنې له تاریخي غونډې پتنې او ارګون ولسوالۍ هشت رخ کلا او تاسیساتو باغ څخه لېدنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په پکتیکا کې به له ټولو تاریخي سیمو څخه وخت پر وخت لېدنه او ساتنه کوي څو یې تاریخي قدامت له منځه لاړ نه شي.

حذیفه وویل: تاریخي سیمې او تاریخي ځایونه خورا زیات ارزښت لري او د سمې ساتنې لپاره به یې خورا زیاته هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه د خپل توان مطابق به هڅه وکړي چې په دغه ولایت کې شته تاریخي سیمې او ځایونه بیا ورغوي څویې ارزښت او تاریخي قدامت پر خپل ځای پاتې شي. 

د یادونې ده چې په پکتیکا ولایت کې پر دې سر بېره یو شمېر نورې تاریخي سیمې او د سیل ځایونه ترسترګو کېږي چې باید ورغول شي څو ولسونه ترې ګټه پورته کړي او خپل ارزښت یې نور هم زیات شي.

۲۰۲۱/۱۰/۱۲