نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د راپورونو له مخي نن ورځ د پکتیاولایت احمدخیلو ولسوالۍاړوند مشکه سیمه کې په پلیو اربکیانو د مجاهدینو له لوري د ایښودل شوي ماین په مټ چاودنه وشوه. راپور زیاتوي په دغه چاودنه کې ۱ اربکی ووژل شو، ۱ بل ژوبل دی. دغه راز نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د یادولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ اړوند […]
د راپورونو له مخي نن ورځ د پکتیاولایت احمدخیلو ولسوالۍاړوند مشکه سیمه کې په پلیو اربکیانو د مجاهدینو له لوري د ایښودل شوي ماین په مټ چاودنه وشوه.
راپور زیاتوي په دغه چاودنه کې ۱ اربکی ووژل شو، ۱ بل ژوبل دی.
دغه راز نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د یادولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ اړوند دمیتي سیمه کې د مزدور دښمن په کمپاین د مجاهدینو له لوري د درنو وسلو په وسیله بریدوشو، چې له امله یې دښمن ته مرګ ژوبله واوښته، خو کره شمیر یې دم ګړی نه دی روښانه شوی.
د یاد ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې هم له دښمن سره داسلامي امارت مجاهدینوسختي نښتي ترسره کړې.
جګړې د یادي ولسوالۍ اړوند رچپیکي کنډو او رباط سیمو کې هغه مهال رامنځته شوې،چې دښمن په يادو سیمو کې د بیا منظم کیدو هڅه کوله.
خبروایي د نښتو په مهال ۳ عسکر ژوبل شول.
2017/8/20
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.