په ۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

په میدان وردګ ولایت کې، د مرکز په ګډون د نرخ او جلریز ولسوالیو پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو د R.E.D خیریه موسسې لخوا خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول. یاده مرسته، چې د شهیدانو او معلولینو ریاست پر مټ وېشل کېده، د مرستې د وېش پر مهال د همدې ریاست سرپرست رییس مولوي محمد […]

په میدان وردګ ولایت کې، د مرکز په ګډون د نرخ او جلریز ولسوالیو پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو د R.E.D خیریه موسسې لخوا خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته، چې د شهیدانو او معلولینو ریاست پر مټ وېشل کېده، د مرستې د وېش پر مهال د همدې ریاست سرپرست رییس مولوي محمد نذیر ابو محمد رسنیو ته وویل ” د مرستې د وېش څخه مخکې د مستحقو کورنیو لپاره سروې ترسره شوې، چې د ا.ا.ا د شهیدانو/ پخواني نظام د وژل شوو یتیمان، بېوزله او بېځایه شوې کورنۍ پکې شاملې دي.”

 په مرسته کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰ لېتره غوړي، ۳  کیلوګرامه بوره او دوې کمپلې شاملې وې.

د مرستې د وېش پر مهال، د ولایت مقام په استازیتوب د والي ویاند مولوي ضیاالحق حسان راغلی و، ده له یادې خیریه موسسې مننه وکړه او له خیریه بنسټونو یې وغوښتل، چې یاده مرسته بسنه نه کوي، پکار ده، چې د ساړه موسم په رارسېدو د افغانانو سره لا زیاتې بشر پاله مرستې وشي.

ښاغلي ابومحمد وویل، R.E.D موسسې په ټوله کې، له ۵۰۰ کورنیو سره مرسته کړې، چې ۲۰۰ کورنیو ته نن ووېشل شوه او پاتې ۳۰۰ کورنیو ته به په سیدآباد ولسوالۍ کې په نږدې راتلونکي کې ووېشل شي، ابو محمد بېوزلو ته ډاډ ورکړ ، چې د مرستو لړۍ به تر ټولو ولسوالیو وغزيږي.

2/11/2021