په کندز کې د کبانو په تولید کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د کندز ولایتي چارواکي وایي، چې سږ کال د دغه ولایت له ۳۰۰ فارمونو څخه ۴۵۰ ټنه کبان یا ماهي تولید شوي، په داسې حال کې چې تېر کال داکچه ۳۰۰ ټنو ته رسیده. د کندز ولایت د مالدارۍ آمریت چارواکي د کبانو د تولید د زیاتوالي لامل د کبانو د خوراکي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د کندز ولایتي چارواکي وایي، چې سږ کال د دغه ولایت له ۳۰۰ فارمونو څخه ۴۵۰ ټنه کبان یا ماهي تولید شوي، په داسې حال کې چې تېر کال داکچه ۳۰۰ ټنو ته رسیده.
د کندز ولایت د مالدارۍ آمریت چارواکي د کبانو د تولید د زیاتوالي لامل د کبانو د خوراکي توکو وېش، د اکسیجن برابرول، د هوا ښه والی او د همکارو بنسټونو د پاملرنې راجلبول په نښه کوي، چې په خبره یې همدا ددې لامل شوی، چې د تیر کال په پرتله یې تولید کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راشي.

له همدې ولایت څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې په تيره یوه مياشت کې دکندز په شمول په ټولو ولسواليو کې ۱۴۰۰۰«څوارلس زره»اړمن ماشومان ثبت شوي دي.

ددغه ولایت د کار او ټولنيزو چارو رئيس وایي دغه ماشومان په سختو کارونو لکه بوټ پالش، د موټر مينځلو، لاسي کراچۍ او دغه راز د کندز ښار په هوټلونو او مستري خانو کې په کاروبار بوخت وو، ثبت او وپيژندل شول.