په کاپيسا کې د مزدور دښمن لخوا مجاهدینو ته د تلفاتو اوښتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

نن یوځل بیا په کاپیسا ولایت کې مزدور دښمن ادعا وکړه چې ګنې د یاد ولایت نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې يې له مجاهدینو څخه سیمې نیولي او ګواکې ۲۷ تنه مجاهدین شهیدان او ګڼ يې ټپیان کړي دي. دا پروپاګند په داسې مهال خپریږي چې څو ورځې وړاندې هم د همدې کاذب دښمن […]

نن یوځل بیا په کاپیسا ولایت کې مزدور دښمن ادعا وکړه چې ګنې د یاد ولایت نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې يې له مجاهدینو څخه سیمې نیولي او ګواکې ۲۷ تنه مجاهدین شهیدان او ګڼ يې ټپیان کړي دي.
دا پروپاګند په داسې مهال خپریږي چې څو ورځې وړاندې هم د همدې کاذب دښمن لخوا ادعا وشوه چې ګنې په کاپیسا کې يې د اسلامي امارت مجاهدینوته د تلفاتو اړولو ترڅنګ هلته تر ۱۶ پورې بهرني اتباع هم وژلي او داسې نور افواهات.
موږ د ماتې خوړلي دښمن دغه ډول پروپاګند او کاذبې ادعاوې په کلکه ردوو، د کاپیسا ولایت په نجراب او ځينو نورو برخو کې مزدور دښمن خپل عسکر د عملیاتو په نامه را ایستلي او په ځينو برخو کې يې د عامو خلکو په کلیو او کورونو باندې بمبارونه هم کړي دي.
خو په دغو عملیاتو کې له مطلق شکست او درنو تلفاتو سره مخ شوي او شا ګرځ ته اړ شوي دي.
له بلې خوا په کاپیسا ولایت او د اسلامي امارت تر کنترول لاندې د هیواد په نورو برخو کې هيڅ بهرنی تبع شتون نه لري، مزدور دښمن ځکه له دغه عنوان څخه په خپلو تبلیغاتو کې استفاده کوي چې د خپلو بهرنیو بادارانو مرسته او هوايي ملاتړ راجلب کړي او خپلو بې روحې عسکروته مورال پرې ورکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۷/۱۴۴۲هـ ق
۱۴/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/3/4م