په پکتیکا کې یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي.

د څارګرې ادارې د کشف مسؤلین زیاتوي چې تېره ورځ یې د کشفي راپورونو په اساس په پخواني نظاکې د دې ولایت مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي په کور کې یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي دي. مسؤلینو وویل: تېره ورځ مازدیګر مهال یې د محمد ابراهیم په کور ناڅاپي چاپه وهلې چې له […]

د څارګرې ادارې د کشف مسؤلین زیاتوي چې تېره ورځ یې د کشفي راپورونو په اساس په پخواني نظاکې د دې ولایت مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي په کور کې یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي دي.
مسؤلینو وویل: تېره ورځ مازدیګر مهال یې د محمد ابراهیم په کور ناڅاپي چاپه وهلې چې له کبله یې یو دانه کارملي m16، دوه میله تخریب کلاشنکوفونه، دوه دانې تخریب تفنګچې، درې دانې دوربېنونه، اووه دانې د کار ملي ډک شاجورونه، یوه دانه د کارملي چانټه، درې دانې زغرې، درې دانې د تفنګچو چانټې، څلور صندوقه مرمۍ، شپږ دانې لاسي بمونه( ګرنېټونه)، څلور امریکایي پرسونل ضد ماینونه، پنځه بستې د انفجار مواد، یو دانه بوشکه یي ماین او نور توکي د دوی د سرتېرو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې دوه اونۍ وړاندي هم د افغانستان.ا.اپکتیکا ولایت څارګرې ادارې د کشف د برخې مسؤلینو د دې ولایت ارګون او وړممۍ ولسوالیو کې د تېر نظام د قوماندانانو په پټن ځایونو چاپې وهلې وې او شاو خوا دوه سوه مېله سپکې او درندې وسلې یې نیولې وې.
۱۴۴۳/۳/۱۲
۲۰۲۱/۱۰/۱۸
۱۴۰۰/۷/۲۶