په  پکتیکا کې د امیرالمومنین له فرمان سره سم ۱۲ تنه عسکر له بنده آزاد شول

له پکتیکاولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي. پرون  ورځ  په یاد ولایت کې ۱۲ تنه عسکراو پولیس چې مجاهدینو د مخامخ جګړو په ترڅ کې اسیران کړي وو، خوشي شول. دغه بندیان  د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم  امیر المومنین حفظه الله  له فرمان سره سم په نوموړي ولایت […]

له پکتیکاولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي. پرون  ورځ  په یاد ولایت کې ۱۲ تنه عسکراو پولیس چې مجاهدینو د مخامخ جګړو په ترڅ کې اسیران کړي وو، خوشي شول.

دغه بندیان  د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم  امیر المومنین حفظه الله  له فرمان سره سم په نوموړي ولایت کې د اسلامي امارت  د نظامي مسئول  له لوري زادکړل شول.

د یادولو وړده اسلامي امارت  د اسلامي او نساني حقوقو ته د دراناوي په منظور د جګړو په مهال له نیول شویو عسکرو، پولیسو او اربکیانو سره خورا ښه چلند کوي، زخمیان یې تداوي کوي، اسیران یې له لازم ضمانت وروسته خوشي کوې او  د وژل شویو عسکرو جسدونه یې په ځلونو د سره صلیب ادارې ته سپارلي، ترڅو خپلو کورنیو ته ولیږدول شي.

2017/9/2