په نیمروز کې د فوټسال ټورنمینټ سیالۍ پای ته ورسېدل

  زرنج، د شعبان۲۴ مه / د وری ۷ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په زرنج ښار کې د فوټسال ټورنمینټ سيالۍ پای ته ورسېدل. د فوټسال د ټورنمینټ مسؤول وحيد “عزيزي” باختر آژانس ته وويل: په دغو سياليو کې د زرنج ښار ٢٨ د فوټسال لوبډلو ګډون کړى وو، چې […]

 

زرنج، د شعبان۲۴ مه / د وری ۷ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په زرنج ښار کې د فوټسال ټورنمینټ سيالۍ پای ته ورسېدل.

د فوټسال د ټورنمینټ مسؤول وحيد “عزيزي” باختر آژانس ته وويل: په دغو سياليو کې د زرنج ښار ٢٨ د فوټسال لوبډلو ګډون کړى وو، چې په پایله کې د شیک پوشانو لوبډله لومړۍ مقام د انډيوالانو لوبډله دوېم مقام او د برادران صمیمي لوبډلې درېم مقام خپل کړ.

ښاغلي “عزیزي” زیاته کړه: “د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د فوټسال د لوبډلو د کیفیت لوړول او د ځوانانو هڅول دي، ترڅو همدا ورزش ترسره کړي.”

د یادونې وړ ده، چې د فوټسال ټورنمینټ سيالۍ په ۲۶/۱۱/۱۴۰۰ نېټه پيل سوې وې او د شیک‌پوشانو د لوبډلې په بريا پای ته ورسېدل.