په دوه اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو په بریدونو کې ۱۰۱ تن ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شوي

د مسلسلو جنګي جنایاتو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو په ۵۵ مخامخ ډزو، بمبارونو او توغندویزو بریدونو کې زموږ ۱۰۱ تن هیوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي. دا جنایات د هیواد په ۱۹ ولایتونو (بادغیس، بلخ، هلمند، بغلان، فاریاب، پکتیکا، غزني، جوزجان، بدخشان، هرات، کنړ، غور، فراه، خوست، […]

د مسلسلو جنګي جنایاتو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو په ۵۵ مخامخ ډزو، بمبارونو او توغندویزو بریدونو کې زموږ ۱۰۱ تن هیوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي.
دا جنایات د هیواد په ۱۹ ولایتونو (بادغیس، بلخ، هلمند، بغلان، فاریاب، پکتیکا، غزني، جوزجان، بدخشان، هرات، کنړ، غور، فراه، خوست، میدان وردګو، زابل، پکتیا، نورستان او کاپیسا) کې د عامو خلکو په کورونو، بازارونو او کښت ځایونو کې ترسره شوي چې درانه تلفا يې اړولي دي.
د تفصیلاتو له مخې په دغو قصدي بریدونو او بمبارونو کې زموږ ۴۱ تنه ملکي هیوادوال چې ښځې، ماشومان، علماء کرام او سپين ږيري پکې دي شهیدان شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي همدا ډول ګڼ شمیر له خپلو کورونو را ایستل شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.
په یادو پيښو کې ۳ بابه مساجد، او ۸۰ بابه ملکي کورونو او دوکانونه هم تخریب شوي او د خلکو ۷ عراده جات هم ویجاړ کړل شوي دي.
دغه پرلپسې جنایات په داسې مهال ترسره کیږي چې د یوناما په نامه سازمان بیا د ملکي خلکو له دغو درنو تلفاتو څخه سترګې پټوي او د ډيری ملکي پيښو مسئولین د اسلامي امارت مجاهدین بولي.
اسلامي امارت د وحشي دښمن دغه جنایتونو په کلکو ټکو غندي، له نړیوالو بشرپالو او حقوقي ادارو غواړي چې د یادو جنګي جنایاتو په وړاندې خپل سکوت مات کړي او په ريښتوني معنا د انساني همدردۍ د احساس له مخې د دغو پيښو څيړنه او غندنه وکړي.
د اسلامي امارت د نشراتي ارګانونو لخوا په ورځني شکل هم د یادو ملکي تلفاتو د پيښو جزئيات او تفصیلات خپاره شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۵/۹/۱۴۴۲هـ ق
۲۸/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/4/17م