په باباجي ولسوالۍ کي داوبو لګولو پر سرشخړه کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوه

په باباجي ولسوالۍ کي داوبو لګولو پر سرشخړه کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوه:   تیره ورځ دهلمند ولایت دباباجي ولسوالۍ دادم زو په سیمه کي د دوو  وړونو داوبو لګولو پر سر جنجال رامنځته سو چي پکي ۱ تن ولي جان دمحمد جان زوی خپل ژوند دلاسه ورکړ.   دباختر اطلاعاتي آژانس دخبر له […]

په باباجي ولسوالۍ کي داوبو لګولو پر سرشخړه کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوه:

 

تیره ورځ دهلمند ولایت دباباجي ولسوالۍ دادم زو په سیمه کي د دوو  وړونو داوبو لګولو پر سر جنجال رامنځته سو چي پکي ۱ تن ولي جان دمحمد جان زوی خپل ژوند دلاسه ورکړ.

 

دباختر اطلاعاتي آژانس دخبر له مخي پيښه په داسي مهال رامنځته سوه چي سید محمد او ولي جان  دمحمد جان زامنو پرخپلو مځکو داوبو لګولو پر سر شخړه کي ولي جان دسیدمحمد او زامنو له خوا ووهل سو چي سخت زخمي سو ایمرایجنسۍ روغتون ته تر وړلو ورسته یې ژوند د لاسه ورکړ.

 

د امنیتي مسؤلينو له خوا سید محمد او زامن یې ونیول چي اړوند ارګان ته وسپارل سول.

 

نیټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۶ هــ ق.