هلمند کې د ۵۰ پنځوسو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه:

  د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوس اړمنو ښځوسره چي په ښار کي به یې سوالګري کوله نغدي مرسته وسوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د HAARRC موسیسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوسو […]

 

د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوس اړمنو ښځوسره چي په ښار کي به یې سوالګري کوله نغدي مرسته وسوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د HAARRC موسیسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوسو سوالګرو ښځو نغدي مرسته وسوه.

خبر زیاتوي چي ددې سوالګرو ښځو سروې د ولایت مقام په ځانګړې لارښوونه د استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا ترسره سوې وه.چي پر بنسټ یې نن او پرون دغه نغدي مرسته توزیع او ووېشل سوه.
خبر کي راغلي چي هري کورنۍ ته 12900افغانۍ ورکړل سوې چي د توزیع پر مهال یې د ولایت مقام،استخباراتو ریاست،امنیه قوماندانۍ او کډوالو چارو ریاست استازو هم ګډون کړی وو. مرسته د پوره شفافیت په پام کي نیولو سره ووېشل سوه.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۶ هــ ق