هلمند کې دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتوکمیسیون په زیار د مدارسو دطالبانوترمابین شانداره تقریري سیالۍ ترسره شوي

دافغانستان  اسلامي امارت  د تعلیم  تربیې  اوعالي تحصیلاتو دکمیسیون په  نوښت او زیار سره   ددیني  مدارسو د۷ درجې  یا  دورة الحدیث  دفاضلانو ترمابین   دهیوادپه  ګوټ ګوټ کې   دتېري  پنجشنبې اوجمعې  په ورځوکې  چې دربیع الثاني  له ۱۴ او ۱۵ نېټي سره سمون خوري  په زړه پوري   تقریري سیالۍ  ترسره شوي دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتوکمیسیون  دمسابقو […]

دافغانستان  اسلامي امارت  د تعلیم  تربیې  اوعالي تحصیلاتو دکمیسیون په  نوښت او زیار سره   ددیني  مدارسو د۷ درجې  یا  دورة الحدیث  دفاضلانو ترمابین   دهیوادپه  ګوټ ګوټ کې   دتېري  پنجشنبې اوجمعې  په ورځوکې  چې دربیع الثاني  له ۱۴ او ۱۵ نېټي سره سمون خوري  په زړه پوري   تقریري سیالۍ  ترسره شوي

دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتوکمیسیون  دمسابقو اوسیالیو  ترانعقاد  شل  ورځي وړاندي  خپلو ټولو اړوند مدارسو ته  دیادو مسابقو په اړه   مکتوبونه  ولیږل چې   د وخت  ارزښت  اواهمیت  او په  ټولنه کې  ددیني مدارسو کردار  او اهمیت   په   موضوعاتو باندي  له  هري  مدرسې څخه یوتن فاضل  دسیالیو لپاره  امادګي ونیسي

په ټول هیوادکې  په  پراخه  کچه  دغه  سیالۍ  ددیني مدرسو ددورة الحدیث  دطالبانو ترمابین په  یوه  مصئونه   فضاء کې ترسره شوي

په  دې مناسبت  جوړو شویو  تربیتي او علمي  سیمنارونو کې داسلامي امارت  دتعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتو دکمیسیون غړو سربیره  د دعوت ارشاد کمیسیون   مسؤولینو او سیمه  ایز علماء کرامو، مشائخو،  دمسجدونو ملاامامانو ، خطیبانو ،  قومي مخورو، ددیني مدرسو طالبانو اوعامه مسلمانانو په پراخه کچه ګډون کړی ؤ

په  دې لړکې دهلمند ولایت دنورو ولسوالیو ترڅنګ په کجکي ولسوالۍ کې هم په  یاده  نېټه  دکجکي ولسوالۍ په مربوطاتوکې   د تعلیم اوتربیې کمیسیون ترنظارت لاندي  دمختلفو مدارسو د ۵۰ تنه شاګردانو ترمابین   دیوې  شانداره  غونډي په ترځ کې  دوه ورځنۍ  تقریري سیالۍ ترسره شوي

دوخت ارزښت او دهغه  دضیاع نقصان ترموضوع لاندي  مقررینوپه  زړه پوري  تقریرونه واورول چې  دتعلیم اوتربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون له لوري دیوه  مؤظف هیئت له لوري یې  تقریرونه  ارزیابي کیدل

یاده  غونډه  په  څو نشستونو مشتمله وه  چې دهرنشت  پیل به  دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت سره   او خاتمه به یې   داسلام اومسلمانانو دبریاؤ په  دعاګانوسره کیده

دغونډي په پای کې  اول  دوهم  او درېیم نمبر  ښه  تقریرکونکو طالبانوته  د اسلامي امارت  دتعلیم  تربیې اوعالي تحصیلاتوکمیسیون له لوري   تحفې او انعامات ورکړل شول

2017/1/18