هلمند کي ۳۰۰ تنه موټر چلوونکي له ترافیکي زده کړو فارغ شول

  نن د هلمند ولایت د ترافیکو مدیریت لخوا ۳۰۰ تنه ملکي او نظامي موټر چلوونکو د ۱۵ ورځنۍ ترافیکي زده کړو وروسته له یاد کورس څخه فارغ او په راتلونکي کي به ورته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل سي. د ترافیکو مدیریت د لایسنس امر قاري عبدالواسیع (صمیم) وویل چي یادو کسانو ته په […]

 

نن د هلمند ولایت د ترافیکو مدیریت لخوا ۳۰۰ تنه ملکي او نظامي موټر چلوونکو د ۱۵ ورځنۍ ترافیکي زده کړو وروسته له یاد کورس څخه فارغ او په راتلونکي کي به ورته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل سي.

د ترافیکو مدیریت د لایسنس امر قاري عبدالواسیع (صمیم) وویل چي یادو کسانو ته په عملي توګه د ترافیکي اصولو او قوانینو زده کړي ورکول سوي چي په وینا یې په راتلونکي کي به یاد موټر چلوونکي له ټولو ترافیکو نښو او اصولو سر بلد وي او تر ډېره به د ترافیکي پېښو مخه ونیول سي.

همداراز دترافیکو مدیریت محترم مدیر حاجي ملا احمد اخنذاده د فارغ سویو موټر چلوونکو څخه غوښتنه وکړه، چي په راتلونکي کي ټول ترافیکي قوانین مراعت کړي او تر لاسه سوي ترافیکي زده کړي نورو کسانو ته هم ورسوي.

دغه ډول د ترافیکو مدیریت مرستیال حاجي سردار محمد ولي زاده د خپل خبرو پر مهال وویل؛ یادو موټر چلوونکو ته په دې موخه ترافیکي زده کړي ورکړل سوې تر څو دوی په راتلونکي کي د ترافیکي اصولو او مقرراتو سره بلد او د خلکو سره د موټر چلوني پر مهال غوره چلند وکړي.
نوموړي د هغه موټر چلوونکو چي لایسنسونه نه لري غوښتنه وکړه، چي ترافیکو مدیریت ته دي مراجعه وکړي ترڅو ترافیکي زده کړي او لایسنسونه ترلاسه کړي.

د فراغت د مراسمو پر مهال یوشمېر موټر چلوونکو چي ترافیکي زده کړي یې ترلاسه کړي وې د خوښۍ تر څنګ وویل،چي د ۱۵ ورځو په موده کي یې ډېر څه زده کړي، چي په وینا یي په راتلونکي کي به دوی د موټر چلوني پر مهال د ترافیکو نښو او نورو ترافیکو مهارتونو او اصولو سره بشپړه بلتیا ولري.

نېټه ۱۴۴۳/۹/۲۲ هـ ق