هلمند کي د میاشتي لیدلو کمیټې جوړولو په موخه غونډه وسوه:

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام کي د هلال کمېټې جوړولو په موخه غونډه وسوه. باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه. او مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،د امنیه قوماندانۍ مرستیال محترم الحاج ملااغاولي اخند ،د مرافعه […]

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام کي د هلال کمېټې جوړولو په موخه غونډه وسوه.

باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه.
او مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،د امنیه قوماندانۍ مرستیال محترم الحاج ملااغاولي اخند ،د مرافعه محکمې مسئولینو محترم حنفي مولوي صاحب او محترم مولوي حبیب الله صاحب،د امربالمعروف رئیس محترم عمري مولوي صاحب،د پوهني رئیس محترم انصاري مولوي صاحب،د حج او اوقافو رئیس محترم ثاقب اخندزاده صاحب او ګڼ شمېر نورو مسئولینو پکې ګډون کړی وو د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
وروسته د راروان کوچني اختر د میاشتي د لیدلو په موخه د هلال کمېټې د جوړولو او همداراز د عیدګاه د لمانځه د ځایونو د تعین او تشخیص په اړه مفصل بحث او خبري وسوې.
د مرکز لپاره دولایت مقام، مرافعه محکمې ،حج او اوقافو،امربالمعروف،پوهني ریاست او ځیني نورو اورګانونو دنمایندګانو څخه تشکیل سوې هلال کمېټه جوړه سوه.

او د ولسوالیو مسئولینو او همداراز د محاکمو مسئولینو ته دولسوالیو لپاره د هلال کمېټو د جوړولو سپارښتنې او لازم هدایات ترسره سوه.
ترڅو په عاجل ډول هلال کمېټې جوړي او په کار باندي پیل وکړي.

د عیدګاه د لمانځه د ځایونو د تعین په اړه پرېکړه وسوه چي د ولسوالیو دپاره به مرکزي عمومي عیدګاه د ولسوالۍ په مرکز کي اداء کېږي.خو د لښکرګاه لپاره فقط یوه عیدګاه په نظر کي نیول سوې ده.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۹ هــ ق.