نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ د دریو ۳ کلینیکونو دجوړولو لپاره کار روان دی چي په راتلونکي کي به یې د یادي ولسوالۍ اوسېدونکي له ګټو برخمن سي. یاد کلینیکونه به د کجکي ولسوالۍ په هغه لیري پرتو سیمو کي جوړ سي چي د کلونو راهیسي یې ځایي اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو څخه محروم وه […]
دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ د دریو ۳ کلینیکونو دجوړولو لپاره کار روان دی چي په راتلونکي کي به یې د یادي ولسوالۍ اوسېدونکي له ګټو برخمن سي.
یاد کلینیکونه به د کجکي ولسوالۍ په هغه لیري پرتو سیمو کي جوړ سي چي د کلونو راهیسي یې ځایي اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو څخه محروم وه او په یاد برخه کي له ستونزو او مشکلاتو سره مخ وه.
دا کلینیکونه چي د مور او ماشوم د ژغورلو لپاره ځانګړي سوي، دکجکي ولسوالۍ دخواجه غریب،کوچک او حاجي خیلو سیمو کي به جوړ سي. ددغه کلینیکونو مالي لګښت د باران Baran او ” ای اوو اېم”” IOM مؤسیسو لخوا ورکول کیږي.
ددغه جوړېدونکو کلینیکونو د چارو د نظارت لپاره یو څلور کسیزه پلاوی تعین سوی، ترڅو د کلینیکونو د جوړېدو په وخت کي نظارت او څارنه وکړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.