هلمند والي د IRC موسیسې د مسئولینو سره لیدنه وکړه:

  نن له غرمې مخکي هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب او مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب د IRC موسیسې د ولایتي مسئول ښاغلي جاوید احمد نعمتي او ورسره پلاوي سره په جلا جلا توګه وکتل. باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي ښاغلي نعمتي د خپل اړوند موسیسې د کارکردګۍ،فعالیتونو،لاس ته راوړنو اوراتلونکو […]

 

نن له غرمې مخکي هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب او مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب د IRC موسیسې د ولایتي مسئول ښاغلي جاوید احمد نعمتي او ورسره پلاوي سره په جلا جلا توګه وکتل.

باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي ښاغلي نعمتي د خپل اړوند موسیسې د کارکردګۍ،فعالیتونو،لاس ته راوړنو اوراتلونکو پلانونو په اړه هلمند والي او مرستیال والي ته بشپړ معلومات وړاندي کړه او په دې اړه یې مکمل تشریحات ورکړه.

نوموړي وویل چي دوی د هلمند په مختلفو سیمو کي د اړمنو او بې ځایه سوو کورنیو سره د نغدي مرستو تر څنګ د نورو پرمختیایي پروژو په اړه کومکونه کړي او د هېواد د بیارغوني په اړه یې یو شمېر انکشافي پروژې عملي کړي او تطبیق کړي دي.
هغه وویل چي د تعلیم په برخه کي یې په بېلابېلو ولسوالیو کي په هغه ځایونو کي چي ښوونځۍ شتون ونلري او یا خلګ رسېدنه ورته نسي کولای تعلیمي صنفونه جوړ کړي دي.چي اوس اوس یې په نورو سیمو کي هم د جوړولو پلانونه لري. او همدارنګه یې د روغتیا په برخه کي مبایل ټيمونه په کار اچولي دي.
هغه زیاته کړه چي د دوی ادارې د کروندګرو سره د زراعت ریاست سره په همږغۍ بېلابېلي مرستي کړي او هم به یې په راتلونکي کي وکړي.

دوی د ولایت مقام څخه د دوی د کارمندانو او پرسونل د ښه امنیت او نورو اسانتیاوو په برابرولو کي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د IRC موسیسې کړني او فعالیتونه وستایل او د هغو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
هغه وویل چي ددوی دریز د خیریه بنسټونو د فعالیتونو په اړه واضح او څرګند دی.د هغوی ټول خیریه کارونه د ستایلو وړ دي او دوی به د خپل توان ترحده ورسره همکاره وي.والي صاحب د خپل لوري د دوی د امنیت او نورو فرصتونو دبرابرولو په اړه د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدا راز مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب د IRC موسیسې مسئولینو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د هغوی د لاس ته راوړونو او هلمندي ولس ته د ښه خدمت کولو له امله د هغوی څخه مننه وکړه او ددوی خدمتونه یې وستایله.
نوموړي وویل چي د هلمند ولسونه بې وزلي،جنګ زپلي او وچ کالۍ زپلي دي.او نور هم و ډېرو عاجلو مرستو او د انکشافي پروژو او د بیارغوني په برخه کي و لازیاتو مرستو ته اړتیا لري.هغه وویل چي د هلمند ټول ولسونه په ځانګړی ډول د شمالي او جنوبي ولسوالیو خلګ د روغتیا،تعلیم،کرهني،خوراکي او غیرخوراکي توکو او د پاکو اوبو رسولو په برخه کي زیات مستحق دي.او باید لا زیات کار ورته وسي.
هغه زیاته کړه چي خیریه بنسټونه باید خپل ټول خیریه کارونه د ولایت مقام سره په همږغۍ ترسره کړي.تر څو واقعي مستحق خلګ او حقداره سیمي په نښه او په پوره شفافیت سره خیریه کارونه ترسره او مرستي اړمنو کسانو ته ورسېږي.محترم حزب الله مولوي صاحب وویل چي دوی د خیریه بنسټونو سره بشپړ همکاري کوي او ددوی سره به خپل هیڅ راز همکاري ونه درېغوي.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۶ هــ ق