نیمروز:دلارام ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت او په راکړه ورکړه کې د خارجي پیسو د بندیدو په تړاو، ناسته تر سره سوه

  زرنج، د روژې ۹ مه/ د وري ۲۱ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې، د ملکي او نظامي مسٶولينو، علماي کرامو او قومي مخورو په شتون کې ناسته تر سره سوه. په دې غونډه کې د عاليقدر اميرالمٶمنين شیخ الحدیت هبة الله “اخوندزاده” لخوا […]

 

زرنج، د روژې ۹ مه/ د وري ۲۱ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې، د ملکي او نظامي مسٶولينو، علماي کرامو او قومي مخورو په شتون کې ناسته تر سره سوه.

په دې غونډه کې د عاليقدر اميرالمٶمنين شیخ الحدیت هبة الله “اخوندزاده” لخوا د کوکنارو د کښت د منع کیدلو اړوند د وروستې فرمان او همدا راز د ولایت په کچه د افغانۍ پیسو پرته، د نورو بهرنيو پیسو څخه د ممنوعیت اعلان وسو.

د يادى ولسوالۍ مسٶولينو له خلکو غوښتنه وکړه، چې وروستی فرمان او د خارحي پیسو څخه نه استعمال، په جدي توګه په پام کې ونیسي.

همدارنګه وویل سول، چې د نه پاملرنې په صورت کې به د سرغړوونکي سره، قانونې چلند کيږي.