نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د نورو ولایتونو په څېر میدان وردګ کې هم د کابل ادارې یو شمیر عسکر، پولیس او اربکیان د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا شوي او مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. د راپور له مخې د بندچک ولسوالۍ اړوند السنګ سمیه کې یو افسر له یو […]
پرون د نورو ولایتونو په څېر میدان وردګ کې هم د کابل ادارې یو شمیر عسکر، پولیس او اربکیان د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا شوي او مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.
د راپور له مخې د بندچک ولسوالۍ اړوند السنګ سمیه کې یو افسر له یو ایم ۱۶ ټوپک سره مجاهدینو ته راغلی. د مرکز اړوند فامیلیو سیمه کې د مزدوري اردو ۴ عسکر له یو میل پیکا، ۱ راکټ، ۱ څلویښت ډزی ټوپک، ۲ کلاشنکوفونه، او شمېر مهماتو سره مجاهدینو ته راغلی او پوسته یې د مجاهدینو لخوا له منځه وړل شوې ده.
دغه رنګه د جغتو ولسوالۍ څخه ۱۱ عسکر له ۷ شیشه کوپ ټوپکو، ۱ پیکا، یو راکټ، ۴ نارنجک، او یو شمېر مهماتو سره یو ځای له مجګړې او مخالفته لاس اخیستی او مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.
دوی ټولو په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او د دې ژمني له مخې بیرته ازاد ژوند ته سوق کړل شوي، چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.
2021/6/23
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.