نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون شپه ۲ بجې د مجاهدینو د کلکې محاصرې په نتېجه کې دښمن د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ له ودانۍ څخه تښتېدلی. د راپور له مخې هلته میشت ۲۰ ګوډاګیان له ولسوالۍ وتلي او وروسته د څرخکو په مټ د مرګ له خولې ژغورل شوي او ۴۳ تنه یې له ۵ دانې هاموي […]
پرون شپه ۲ بجې د مجاهدینو د کلکې محاصرې په نتېجه کې دښمن د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ له ودانۍ څخه تښتېدلی. د راپور له مخې هلته میشت ۲۰ ګوډاګیان له ولسوالۍ وتلي او وروسته د څرخکو په مټ د مرګ له خولې ژغورل شوي او ۴۳ تنه یې له ۵ دانې هاموي ټانګونو،٢ دانې باروړنکی یاتر پال کش موټرو،٢٩ دانې ایم ۱۶ توپکو، ۱۲ روسی ثقیلانو، ۴ دانې راکټونو، ۱۶ دانې کلاشنکوفونو ۶ دانې درازکوفونو، ۶ دانې نارنجک، ۲ دانې ایم ۴ او ۱ منځني هاوان سره مجاهدینو ته راغلي دي.
د راپور له مخې سیمه کې د دښمن یو بل ډیپو هم د مجاهدینو لاسته لوېدلی، چې پکې ۱۱ کلاشنکوفونه، ۱ هشتاد دو، ۱ هاوان، ۱ دهشکه، ۴ راکټ، ۴ روسي ثقیل، ۱ درازکوف، ۲ صندوقه د راکټ مرمۍ او نور مختلف النوع مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.
دغه رنګه پرون شپه ۴ بجې د مرکز اړوند فامیلیو کې له دښمن سره تر نښتي او ۵ ګوډاګیانو تر وژل کېدو وروسته پوسته تخلیه او پکې میشت ګوډاګیان وتښتېدل. د راپور له مخې ۶ میله وسله، ۱ ایم ۴، ۱ نارنجک او ۳ کلاشنکوفونه هم له دښمن څخه نیول شوي دي.
2021/6/23
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.