میدان وردګ مرکز کې ۲ پوستې تخلیه، وسلې ونیولي شوې

پرون شپه ۴ بجې د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند چارکي سیمه کې دښمن یوه پوسته تخلیه کړې ده. د راپور له مخې یاده پوسته څو ورځي د مجاهدینو تر سختې محاصرې لاندې وه. تر تخلیې له مخه یوه نښته کې ۲ مزدور عسکر وژل شوي، ۴ نور ژوبل شوي، ۲ ایم ۴۰ پیکاوې، ۱ […]

پرون شپه ۴ بجې د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند چارکي سیمه کې دښمن یوه پوسته تخلیه کړې ده. د راپور له مخې یاده پوسته څو ورځي د مجاهدینو تر سختې محاصرې لاندې وه. تر تخلیې له مخه یوه نښته کې ۲ مزدور عسکر وژل شوي، ۴ نور ژوبل شوي، ۲ ایم ۴۰ پیکاوې، ۱ راکټ، ۳ میله نارنجک، ۷ میله کلاشنکوفونه، او یو شمېر مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

همداراز پرون شپه ۱۱ بجې د فامیلیو د بامیانچیانو په نوم پوسته باندې هم د مجاهدینو تر برید وروسته د یو ځآنګړي تکتیک په نتېجه کې فتحه، ۴ مزدور عسکر، له ۴ میله وسلو، ۱ پیکا، ۲ کلاشنکوفونو، ۱ نارنجک او یو شمېر مهماتو سره ونیول شول.

‏2021‏/6‏/23