میدان وردګ: د D. R .C مؤسسې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمریت د ۱۰۰ هغه اړمنو کورنیو سره، چې کورونه یې په جنګ/ جګړو او طبيعي پېښو کې زیانمن شوي وو، د بیا ځل ترمیم په موخه یې، ورسره نغدي مرسته وکړه. د مرستې د وېش پر مهال، د ولایتي ادارې استازو هم ګډون کړی و؛ د کډوالو چارو آمر […]

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمریت د ۱۰۰ هغه اړمنو کورنیو سره، چې کورونه یې په جنګ/ جګړو او طبيعي پېښو کې زیانمن شوي وو، د بیا ځل ترمیم په موخه یې، ورسره نغدي مرسته وکړه.
د مرستې د وېش پر مهال، د ولایتي ادارې استازو هم ګډون کړی و؛ د کډوالو چارو آمر مولوي فضل عمر اخندزاده د پروسې د شفافیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، یاده مرسته د D.R.C موسسې لخوا شوې، چې ټولټال ۱۱ لکه او ۸ زره او ۳ سوه ۷۵ افغانۍ ده او هرې کورنۍ ته په منځني ډول ۱۲ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته د مرکز او سیدآباد ولسوالۍ اړمنو ته ورکړل شوه او په دوه مرحلو کې بشپړېږي، چې په لومړۍ کې ۳۵ سلنه او په دویمه مرحله کې ۶۵ سلنه ورکول کېږي.
ښاغلي آمر زیاته کړه، د D.R.C مؤسسې لخوا به په نږدې راتلونکې کې د ولایت په پاتې ولسوالیو کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته هم نغدي مرسته ورسېږي، په خبره یې، سروې یې بشپړه شوې.