میدان وردګ: د چک ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره د مجاهدینو لاسته ولوېده

د فتحو په ګړندي بهير کې تیره شپه د ۳۹ عسکرو، پولیسو او زربتیانو په تسلیمېدو سره د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ  وداني، امنيه قومنداني، د ملی امنیت وداني اونورټول ملحقات یې په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې له دښمن سره نښته کې د امنیت مدیر وژل شوی او […]

د فتحو په ګړندي بهير کې تیره شپه د ۳۹ عسکرو، پولیسو او زربتیانو په تسلیمېدو سره د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ  وداني، امنيه قومنداني، د ملی امنیت وداني اونورټول ملحقات یې په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې له دښمن سره نښته کې د امنیت مدیر وژل شوی او تر سل میله زیاته سپکه او درنه وسله او نظامي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

د یو بل راپور له مخې تېره شپه ۱۱ بجې د بندچک ولسوالۍ کې مزدورو پولیسو یوه پوسته تخلیه کړې او سوځول شوې ده. تر تېښتې له مخه له دښمن سره په نښته کې ۴ مزدور پولیس وژل شوي، ۳ کلاشنکوفونه، ۱ ثقیل، ۱ نارنجک او یوه اندازه مهمات ترې نیول شوي دي.

‏2021‏/6‏/28