میدان وردګ: د ولایت لوړ رتبه امنیتي مسوولینو، د امنیتي وضعیت د لاټینګښت په موخه لیدنه وکړه.

د میدان وردګ ولایت د امنیت رییس قاری عابد او مرستیال یې محمد ابراهیم تائب د یاد ولایت له امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي سره د ښه امنیت رامنځته کېدو په موخه ولیدل. دوی غوښتنه وکړه، تر څو د ښه امنیت په پار په ټولو ساحو کې امنیتي کسان وګمارل شی، تر څو هېوادوال […]

د میدان وردګ ولایت د امنیت رییس قاری عابد او مرستیال یې محمد ابراهیم تائب د یاد ولایت له امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي سره د ښه امنیت رامنځته کېدو په موخه ولیدل.

دوی غوښتنه وکړه، تر څو د ښه امنیت په پار په ټولو ساحو کې امنیتي کسان وګمارل شی، تر څو هېوادوال له پوره او ډاډمن امنیت برخمن شي.

ښاغلي حلیمي ژمنه وکړه، چې هرې همکارۍ ته آماده دی، په وینا یې “د هیوادوالو د امن او اسلامي نظام د استحکام په لار کې به په ګډه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو.”

د ولایت لوړ رتبه امنیتي کسان، داسې مهال امنیتي غونډې، لیده/ کاته ترسره کوي، چې هېوادوال له بشپړ امنیت خوند اخلي او د دوی هڅې ستایي.
[21:59، 2/11/2021] حبیب الله: په هیواد کې د بهرنۍ کرنسۍ په کارولو د بشپړ بندیز په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
په هیواد کې اقتصادي حالت او ملي ګټې ایجابوي چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي.
اسلامي امارت ټولو هیوادوالو، دکاندارانو، تجارانو کسبه کارانو او عامو خلکوته لارښونه کوي چې له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کوي او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو څخه به په کلکه ډډه کوي.
د بهرنۍ کرنسۍ استعمالول د هیواد په اقتصاد منفي اغیز کوي او ټولو هیوادوالوته يې زیان رسیږي.
که څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ کیږي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۲۶/۳/۱۴۴۳هـ ق
۱۱/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/11/2م