میدان وردګ: جلریز کې تروخت تېر او بې کیفیه درمل وسوځول شول

وړمه ورځ د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د صحت کمیسیون مدیر او ملګرو یې له درملتونونو څخه لیدنه وکړه، دغه لیدنه د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو او صحي توکو د کتني او د درملتونو له مالکانو سره د سیمې د صحي وضعیت په اړه د مشورو په موخه ترسره […]

وړمه ورځ د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د صحت کمیسیون مدیر او ملګرو یې له درملتونونو څخه لیدنه وکړه، دغه لیدنه د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو او صحي توکو د کتني او د درملتونو له مالکانو سره د سیمې د صحي وضعیت په اړه د مشورو په موخه ترسره شوې. د لیدني پر مهال صحي ټېم له یو شمېر درملتونونو څخه تر وخت تیر او بې کیفیته درمل راټول کړي او په عام محضر کې سوځولي دي. همداراز د درملتونو او کلینیکونو له مالکانو په کلکه غوښتل شوي، چې تر دې وروسته دي ټول صحي اصول په نظر کې وساتي او په دې برخه کې له ټاکلو مقرراتو دي تجاوز نه کوي.

‏2021‏/6‏/17