میدان وردګ: بندچک کې د مجاهدینو او اولس ګډه غونډه وشوه

پرون د میدان وردګ ولایت بندچک ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات کمیسیون د دعوت او ارشاد کمیسیون له مسؤلینو سره په ګډه یوه ناسته کې د سیمې له خلکو او مخورو سره وکتل. دغه غونډه کې د دواړو لوریو تر منځ په سیمه کې د شته ستونزو او راتلونکو موضوعاتو […]

پرون د میدان وردګ ولایت بندچک ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات کمیسیون د دعوت او ارشاد کمیسیون له مسؤلینو سره په ګډه یوه ناسته کې د سیمې له خلکو او مخورو سره وکتل. دغه غونډه کې د دواړو لوریو تر منځ په سیمه کې د شته ستونزو او راتلونکو موضوعاتو په اړه له یو بل سره نظرونه او مشورې شریکي شوې. همداراز راغلو مسؤلینو د اسلامي امارت په نمایندګي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې مجاهدینو ستاسو ارمانونو ته ژمن دي، او د خپل ټول توان په اندازه به له تاسو سره اوږه په اوږه د ستونزو او مشکلاتو په له منځه وړلو کې ګام اخلي.

همداراز یې له خلکو وغوښتل چې خپل زامن، وروڼه او خپلوان دي د کابل ادارې له لیکو را وباسي او د دې پر ځای چې د پردیو د ګټو لپاره ووژل شي په کارده له خپلو کورنیو سره ازاد ژوند ته راوګرزي.

‏2021‏/6‏/24