میدان وردګ، بلخ، پروان، کاپیسا کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام توزیع شو

د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د هیواد په ګڼو ولایاتو، ولسوالیو، کلیو او بازارونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پیغام وویشل شو. د راپور له مخې نن د میدان وردګ ولایت چک، سیداباد او نورو ولسوالیو کې، د پروان په سیاه ګرد، د کاپیسا په اله سای او د بلخ او نورستان […]

د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د هیواد په ګڼو ولایاتو، ولسوالیو، کلیو او بازارونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پیغام وویشل شو.

د راپور له مخې نن د میدان وردګ ولایت چک، سیداباد او نورو ولسوالیو کې، د پروان په سیاه ګرد، د کاپیسا په اله سای او د بلخ او نورستان په ګڼو ولسوالیو کې دغه پیغام چې په پښتو او دري ژبه چاپ شوی دی، په خلکو وویشل شو.

اولسو د یاد پیغام دروند هرکلی کړی او په خورا بې صبرۍ او رښتینې تنده سره د هغه د ترلاسه کولو کوشش کوي.

‏2021‏/7‏/19