مولوي حاجي‌ګل محمد اشرفي د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د اضطراري آمریت د آمر په توګه وټاکل سو

  د کندهار ولایت مقام د لزوم دید او کارونو د لا ښه سمون په موخه مولوي حاجي‌ګل محمد اشرفي د مولوي نورمحمد ایقاظ پرځای په درېیم بست کي د کندهار کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د اضطراري آمریت د آمر په توګه وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام […]

 

د کندهار ولایت مقام د لزوم دید او کارونو د لا ښه سمون په موخه مولوي حاجي‌ګل محمد اشرفي د مولوي نورمحمد ایقاظ پرځای په درېیم بست کي د کندهار کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د اضطراري آمریت د آمر په توګه وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله له لوري ددې آمریت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مامورینو او کارکوونکو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.

په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله ددې آمریت لپاره د نوي ټاکل سوي آمر د ټاکل کېدو حکم ولوست او وروسته ئې په خپلو خبرو کي نوی ټاکل سوی آمر مولوي حاجي ګل‌محمد اشرفي نامتو مجاهد، عالم، د ښې تجربې خاوند او په کار پوه شخص یاد کړ او زیاته ئې کړه، چي ورسپارل سوې دنده به په ښه ډول مخته یوسي.

مولوي محب‌الله د خپلو خبرو په وروستیو کي د ریاست او آمریت له ټولو مامورینو او کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د نوي ټاکل سوي آمر سره د کارونو په پرمختګ کي بشپړه همکاري او همږغي ولري.

شنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۳