ملا خدایداد نائل د کندهار ولایت مقام د امنیت مسئول وټاکل سو

    د کندهار ولایت مقام د لزوم ديد له مخي ملا خدایداد نائل د دې ولایت د امنیت د مسئول په توګه وټاکل سو، چي د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار والي ځانګړي استازي مولوي محمد او مولوي بخت محمد مومین‌یار له لوري رسماً معرفي کړل سو. د کندهار ولایت […]

 

 

د کندهار ولایت مقام د لزوم ديد له مخي ملا خدایداد نائل د دې ولایت د امنیت د مسئول په توګه وټاکل سو، چي د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار والي ځانګړي استازي مولوي محمد او مولوي بخت محمد مومین‌یار له لوري رسماً معرفي کړل سو.

د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله په خپلو خبرو کي د ولایت مقام د مخکني امنیت مسئول مولوي مسافر څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ولایت مقام ټولي امنیتي چاري ئې په ښه ډول مخته یووړې او هغه ته ئې په نوې دنده کي د بریالیتوب هیله وکړه.

همدا راز مولوي محب‌الله د ولایت مقام د نوي ټاکل سوي امنیت مسئول قاري خدایداد نائل څخه وغوښتل، ترڅو ټولي چاري په پوره همږغۍ مخته یوسي او له خپله اړخه ئې د پوره همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۴