لوګر: محمداغه کې پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده

د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند ذاهداباد بازار کې د مزدور دښمن پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده. د راپور له مخې پرون ماخوستن ۹ بجې او بیا ۱۲ بجې د دښمن په دغه شرځاله د لیزري ټوپکو په مټ بریدونه ترسره شول، چې بالاخره دښمن د مجاهدینو […]

د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند ذاهداباد بازار کې د مزدور دښمن پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده. د راپور له مخې پرون ماخوستن ۹ بجې او بیا ۱۲ بجې د دښمن په دغه شرځاله د لیزري ټوپکو په مټ بریدونه ترسره شول، چې بالاخره دښمن د مجاهدینو د کاري برید له وېري سهار وختي پوسته تخلیه او له سیمې وتښتېدل.

د یادې پوستې په فتحه کېدو سره پراخه سیمه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې کېږي او خلک خوشحاله دي چې د امن په فضا کې ازاد ژوند ته ورګرزي.

‏2021‏/8‏/3