له افغانانو سره به خپلې مرستې د تېر په شان جاري ساتي.

غه څرګندونې د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر او د خوړو نړیوال سازمان استازو نن د دې ولایت والي سره په ناسته کې وکړې. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر او د خوړو د نړیوال سازمان استازو نن د پکتیکا له والي مولوي محمد عسی یاسین سره په خپل کاري […]

غه څرګندونې د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر او د خوړو نړیوال سازمان استازو نن د دې ولایت والي سره په ناسته کې وکړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر او د خوړو د نړیوال سازمان استازو نن د پکتیکا له والي مولوي محمد عسی یاسین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او ډاډ یې څرګند کړ چې دوی به د افغانستان له اړمنو سره د نور په شان هر اړخېزې مرستې ترسره کوي.
دوی دغه وویل: له ولایتي ادارې سره به په ګډه همغږۍ په دې ولایت خپل پرواګرامونه په روڼ ډول مخ ته وړي او له اړمنو کورنیو سره به وخت پر وخت د خپل توان مطابق مرستې کوي.
د پکتیکا والي محمد عسی یاسین له یادو استازو څخه مننه وکړه چې تر پکتیکا راغلل او د اړمنو لاسنوی کوي. یاسین وویل: پکتیکا یو سرحدي ولایت دی چې ډېری وګړي یې بې وزله او اقتصادي کچه یې ټېټه ده باید زیاتې او هر اړخېزې مرستې ورسره وشي.
نوموړي زیاته کړه دوی تل هڅه کوي چې ګڼ شمېر نړیوالې موسسې راجلب کړي څو له افغانانو او بیا په ځانګړي ډول د پکتیکا له اړمنو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندي هم یادو موسساتو د دې ولایت له اړمنو لاسنوی کړی او په بېلا بېلو برخو کې یې ورسره مرستې ترسره کړې دي.
۱۴۴۳/۳/۱۲
۲۰۲۱/۱۰/۱۸
۱۴۰۰/۷/۲۶