لغمان: د اطلاعات او کلتور سرپرست او د ګرزندوی امر د مهترلام بابا له مرکز څخه لیدنه وکړه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د فرهنګ او ګرځندوی امر محمد نادر مخور د لغمان ولایت له مشهورې تاریخې ابدې او زیارت مهترلام بابا څخه لیدنه وکړه. د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ددې زیارت ټولې سیمې له نږدې ولیدې او دا یې د لغمان د خلکو لپاره یو ستر تاریخي […]

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د فرهنګ او ګرځندوی امر محمد نادر مخور د لغمان ولایت له مشهورې تاریخې ابدې او زیارت مهترلام بابا څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ددې زیارت ټولې سیمې له نږدې ولیدې او دا یې د لغمان د خلکو لپاره یو ستر تاریخي او قدیمي زیارت یاد کړ.

نوموړي وویل چې ددې زیارت د تخریب شویو برخو د بیار رغولو لپاره به کار وکړي او کوشش به وکړي چې د ونو او بوټو لپاره د اب رسانۍ له شبکې سره هم تماس وکړي ترڅو دلته پخوانۍ ونې تازه او شینې پاتې شي.

نوموړی داسې مهال له دې زیارت څخه لیدنه کوي چې شاوخوا دوه کاله وشو د یاد زیارت د اوبو راتلو لارې بندې شوي او ونې یې د وچېدو په حال کې دي.

مهترلام بابا زیارت په لغمانن کې ترټولو پخوانی زیارت دی چې تاریخ یې شاوخوا ۱۰۰۰ کلونو ته رسیږي.

31/10/2021