فراه کې لسګونه مجاهدين د خالدبن وليد(رض) له معسکر څخه فارغ شول(انځوريز)

په فراه ولايت کې د اسلامي امارت لسګونه مجاهدينو له نظامي زده کړو او تمريناتو څخه فارغ شول. دغه مجاهدين چې د خالد بن وليد رضی الله عنه په نوم معسکر کې يې نظامي زده کړې پيل کړې وې، تېره ورځ يې پای ته ورسولې او له دښمن سره د مقابلې ډګر ته اماده شول. […]

په فراه ولايت کې د اسلامي امارت لسګونه مجاهدينو له نظامي زده کړو او تمريناتو څخه فارغ شول.

دغه مجاهدين چې د خالد بن وليد رضی الله عنه په نوم معسکر کې يې نظامي زده کړې پيل کړې وې، تېره ورځ يې پای ته ورسولې او له دښمن سره د مقابلې ډګر ته اماده شول.

تازه فارغ شوي مجاهدين له نظامي زدکړو، شرعي کورسونو او د اسلامي امارت د اخلاقي پروګرامونو له زده کولو وروسته نظامي قطعاتو کې منظم کړل شول او د جهادي صف د لا پیاوړتیا لپاره لازمې لارښونې ورته وشوې.

مجاهدينو په ياد معسکر کې ډوډول سپکې او درنې وسلې او دغه راز له دښمن سره د مقابلې او د دښمن په مراکزو د چاپو وهلو ځانګړي مهارتونه ياد کړي.

په دا وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې سلګونه مجاهدین د نظامي زدکړو او تمریناتو وروسته په جهادي صف کې استخدام شوي او د راتلونکو پسرلنیو عملیاتو لپاره تيار شوي دي.

د الاماره همکار د خالد بن وليد معسکر د فراغت غونډې انځورونه راسره شريک کړي دي.