فراه کې د دستاربندۍ مراسم  او د ۸۰ مدارسو اه مهتممینو سره غونډې وشوې

د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ اړوند د اورګن په سیمه کې الحکیمیه مدرسه کې د قرآن کریم دقاریانو د فراغت په ویاړ یوه ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه، دا غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. په دې غونډه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې د […]

د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ اړوند د اورګن په سیمه کې الحکیمیه مدرسه کې د قرآن کریم دقاریانو د فراغت په ویاړ یوه ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه، دا غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې د مسئولینو سربېره علماء کرامو، بانفوذه قومي مخورو او پر دین مینو عامو هیوادوالو برخه اخیستې وه، علماءکرامو دغونډې ګډونوالو ته د دیني علومو، د قرآن کریم د زده کړې، قرائت او حفظ د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې او جالبې ویناوې وکړې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ۱۸ تنو قاریانوته د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو د فراغت ویاړمنې پګړۍ ور په سر کړل شوې.

همداراز د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند د اسلامی امارت د ښوونې او روزنې سیمه ییزو مسئولینو  د ۸۰ بابه دیني مدارسو له مهتممینو او استاذانو سره د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې څلور ځایه په جلا جلا وختونو کې ناستې تر سره کړې، دا ناستې د شنبې د میلي په مسجد جامع کې، د حاجی ګل آمین  مسجدکې، د رباط مسجد کې او د امام البخاري رحمه الله په مدرسه کې تر سره شوې.

غونډې د معمول له مخې د قرآنکریم په څو مبارکو ایتونو پیل او ورپسې د ترتیب له مخې ګډونوالو ته په زړه پورې ویناوې وشوې.

د غونډو ګډونوالو ته د ښوونې او روزنې مسئولینو هم ارزښتناکې ویناوې وکړې او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د لوائحو، فرامینو او د دیني مدارسو، کلیوالي مدارسو، دار الحفاظونو او ښوونځیو طرز العملونو په تطبیق او همدا راز په لوړ کیفیت د ښوونیزو چارو پر مخ بیولو سپارښتنې وشوې.

یادې غونډې د دعاوو په لوستلوسره پای ته ورسیدې.
۲۰۲۱/۶/۱