فراه رود کې د ختم بخاري شریف په ویاړ یوه شانداره علمي غونډه ترسره شوه(انځوریز)

دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ  اړوند د تودنک  بلال خیلو سیمه کې  دامام ابوحنیفه  دارالعلوم   دیني مدرسه کې  دختم بخاري شریف په ویاړ یوه شانداره  اوعلمي غونډه  ترسره شوه غونډه سهار۹ بجې دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت سره  په  داسي مهال  پیل شوه چې په ګڼ شمېر کې علماء کرام ، مشائخ ،قومي مخور […]

دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ  اړوند د تودنک  بلال خیلو سیمه کې  دامام ابوحنیفه  دارالعلوم   دیني مدرسه کې  دختم بخاري شریف په ویاړ یوه شانداره  اوعلمي غونډه  ترسره شوه

غونډه سهار۹ بجې دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت سره  په  داسي مهال  پیل شوه چې په ګڼ شمېر کې علماء کرام ، مشائخ ،قومي مخور اوعامه مسلمانانو شرکت کړی ؤ

ورپسي  دعلم په فضیلت اواهمیت ، دجهاد فرضیت  دمحراب  اومورچل په  اهمیت اویولړ نورو ټولنیزو موضوعاتو تفصیلي ویناوي ترسره شوي

ددې شانداره غونډي بهیر ته  دتکبیرزمزمو او د خوږ ژبي نعت خوانانو  حماسي شعرونو نوره ښکلاهم وربخښلي وه

دغونډي په پای کې  ۱۳ تنه  فاضلانوته   دعلماء کرامو په   لاسونو د فضیلت پګړۍ ورپه  سرکړلي شوي

غونډه غرمه  یوه نیمه بجه داسلامي امارت دبریالیتوب په  دعاګانوسره پای ته ورسیده

زموږهمکار هم  په یاده غونډه کې ګډون کړی ؤ چې دغونډي یوڅو انځورونه یې  له تاسو سره شریکوو

2017/2/2