فراه: بکواه ولسوالۍ کې یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ اړوند د سپین کاریز په سیمه کې د پوهنې دمسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په مرسته دغه مدرسه پرانیستل شوه او د (فاروقیه) په نوم ونومول شوه. د یادونې وړ ده چې په دې مدرسه کې په لومړۍ ورځ (۴۰) تنو زده کوونکو داخله واخیسته او درسونه یې پیل […]

د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ اړوند د سپین کاریز په سیمه کې د پوهنې دمسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په مرسته دغه مدرسه پرانیستل شوه او د (فاروقیه) په نوم ونومول شوه.

د یادونې وړ ده چې په دې مدرسه کې په لومړۍ ورځ (۴۰) تنو زده کوونکو داخله واخیسته او درسونه یې پیل کړل، د تعليمي مسئولینو لخوا ورته د اعدادیه او لومړي ټولګي کتابونه توزېع شول د پرانیستې دغه مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

۲۰۲۱/۷/۵