نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دفراه ولایت له بالابلوک ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : هغه جګړه چې شپږ ورځي وړاندي دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ په مرکز اودفاعي پوستو سربیره د شیوان ، کنج اباد اوګراني په سیموکې له دښمن سره روانه وه بیګاه شپه ۱۱ بجې ددښمن دعملیاتي قوي په تېښته […]
دفراه ولایت له بالابلوک ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : هغه جګړه چې شپږ ورځي وړاندي دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ په مرکز اودفاعي پوستو سربیره د شیوان ، کنج اباد اوګراني په سیموکې له دښمن سره روانه وه بیګاه شپه ۱۱ بجې ددښمن دعملیاتي قوي په تېښته پای ته ورسیده
خبرزیاتوي : په دې شپږ ورځنۍ جګړه کې ۲۲ تنه نظم عامه ګوډاګي پولیس ، ۱۳ تنه دمزدوري اردو او ۱۷ تنه ګوډاګي کوماندويي عسکر قتل او تر ۴۵ زیا ت نورسخت ژوبل شول
همداراز ددښمن ۳ټانګونه دماینونوپه مټ په بشپړه توګه ویجاړ اودوه ټانګونه په جګړه کې تخریب اویوبل ټانګ له ولجه کیدلو وروسته وسوځول شو
ددښمن ۳ ثقیلان ، ۲ جلسې ټوپکونه اوګڼ شمېر نورډول ډول مهمات مجاهدینو غنیمت کړل
داچې ګوډاګي دښمن دخپل عادت له مخې په ډېره بې رحمۍ سره دملکي خلکوکورونه دهاوانونو تربریدلاندي نیولي ؤ نو ګڼ شمېر کورونه یې وران کړي او د ۲ تنه سپين ږیرو کلیوالو په شمول یې ۳ زناني شهیداني کړي او ۷ تنه نورملکي وګړي یې زخمیان کړي ، انالله واناالیه راجعون
په دې اوږدمهاله جګړه کې داسلامي امارت ۵ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۷ تنه زخمیان شوي تقبلهم الله
2015/4/29
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.