فاریاب : چهلګزي کې  یوه شانداره  غونډه  ترسره شوه

دفاریاب ولایت  له چهلګزي  ولسوالۍ نه  په  رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : پرون سهاروختي دیادي ولسوالۍ اړوند د کاریز په سیمه کې داسلامي امارت  نظامي مجاهدینو په  زیار یوه شانداره  غونډه  ترتیب شوي وه غونډه چې  پکې ګڼ شمېر علماء کرامو ، مشائخو ، قومي مخورو مجاهدینو اوعامه مسلمانانو ګډون کړی ؤ  دقرآن کریم […]

دفاریاب ولایت  له چهلګزي  ولسوالۍ نه  په  رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : پرون سهاروختي دیادي ولسوالۍ اړوند د کاریز په سیمه کې داسلامي امارت  نظامي مجاهدینو په  زیار یوه شانداره  غونډه  ترتیب شوي وه

غونډه چې  پکې ګڼ شمېر علماء کرامو ، مشائخو ، قومي مخورو مجاهدینو اوعامه مسلمانانو ګډون کړی ؤ  دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت پیل شوه

ورپسي علماء کرامو  دجهاد په  فرضیت ، فضیلت ، د همغږي په اهمیت  اوضرورت ، دشهید اوشهادت  مقام  ، له ملکي خلکوسره  دښې رویې  اوګڼ شمېر نورو ټولنیزو مسائلو په اړه تفصیلي ویناوي  حاضرینوته  واورولي

غونډه غرمه ناوخته  ۱ بجه  داسلامي امارت  دبشپړه  بریا اوپه ګران هیوادکې  دسرتاسري سولي او سپيڅلي اسلامي نظام دپلي کیدو په دعاګانوسره پای ته ورسیده

2017/3/4