فاریاب : قیصارکې  ددیني مدارسو دطالبانوترمابین  شانداره تقریري مقابله  ترسره شوه

دفاریاب ولایت له  قیصار ولسوالۍ نه   دالاماره  ویب پاڼي همکار درارسیدلي خبر په ترځ کې وایې چې :  نن سهار ۸  بجې  دیادي ولسوالۍ اړوند د شاخ بازار  په جامع  مسجد کې  داسلامي امارت  دتعلیم اوتربیې دمسؤولینو په زیار اوهڅو  ددیني مدارسو  دطالبانو ترمابین   دتقریري  مسابقې  ترعنوان لاندي  شانداره  غونډه دائره شوه په یاده غونډه […]

دفاریاب ولایت له  قیصار ولسوالۍ نه   دالاماره  ویب پاڼي همکار درارسیدلي خبر په ترځ کې وایې چې :  نن سهار ۸  بجې  دیادي ولسوالۍ اړوند د شاخ بازار  په جامع  مسجد کې  داسلامي امارت  دتعلیم اوتربیې دمسؤولینو په زیار اوهڅو  ددیني مدارسو  دطالبانو ترمابین   دتقریري  مسابقې  ترعنوان لاندي  شانداره  غونډه دائره شوه

په یاده غونډه کې دچهلګزي اوقیصار ولسوالیو ددیني مدارسو  طالبانو په  پراخه کچه ګډون کړی ؤ

غونډي ته  دطالبانو سربېره  ګڼ شمېر دیني عالمان ، قومي مخور  ، دمدرسو استاذان او عامه مسلمانان هم راغلي ؤ

په  تقریرونو کې  د وخت   ارزښت  اواهمیت   په  اړه  مفصلي ویناوي  ترسره شوي

دیادي غونډي  په پای کې داسلامي امارت  د تعلیم اوتربیې  مسؤلینو له لوري  اول ، دوهم  اودریېم  نمبر  ښه  تقریرکونکو طالبانو ته  تحفې او کتابونه په انعام کې ورکړل شول

غونډه  غرمه  ۱۲ نیمي بجې  د اسلام او مسلمانانو دبریالیتوب  اوپه  ګران  هیوادکې  دسپیڅلي اسلامي نظام  دپلي  کیدو په دعاګانوسره  پای ته ورسیده

2017/1/12