فاریاب: د پوهنې مسئولینو ددغه ولایت د ۷ ولسوالیو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د فاریاب ولایت قیصار، المار، پښتونکوټ، خواجه موسی، شیرین تګاب، دولت آباد او جمعه بازار ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو یې […]

د فاریاب ولایت قیصار، المار، پښتونکوټ، خواجه موسی، شیرین تګاب، دولت آباد او جمعه بازار ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو یې ووېشل او همدا راز یې ټولو تعلیمي ادارو ته د زده کوونکو د صحت ساتنې په موخه لازمې مشورې ورکړې.

د یادونې وړده چې د یادو ولسوالیو د نویو مفتوحه سیمو د کتابخانو او تحویلخانو نظارت هم وشو، ټول پر خپل حال پاته وو، ټول تعلیمي پرسونل ته حوصله افزایي، ډاډ او اطمنان ورکول شو او خپلو دندو ته متوجه کړی شول، هغوی هم داسلامي امارت د مسئولینو د ښه چلند څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.
۲۰۲۱/۶/۲۴