غور: مرکز کې د یو باب دار الحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت مرکز اړوند د خواجه غیبي په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دار الحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې په عملي توګه پیل شو. یاد دار الحفاظ د حضرت (عثمان ذی […]

د غور ولایت مرکز اړوند د خواجه غیبي په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دار الحفاظ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې په عملي توګه پیل شو.

یاد دار الحفاظ د حضرت (عثمان ذی النورین) رضي الله عنه په نوم ونومول شو، له معمول سره سم دغه مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په تر سره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۶/۱۶