غور: د پوهنې مسئولینو دیاد ولایت د څلورو ولسوالیو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د رارسیدلو راپورونو پر اساس د غور ولایت شهرک، تولک، ساغر او دولینه ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او […]

د رارسیدلو راپورونو پر اساس د غور ولایت شهرک، تولک، ساغر او دولینه ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او همدا راز ټولو تعلیمي ادارو ته د زده کوونکو د حفظ الصحي په موخه لازمې مشورې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو د نویو مفتوحه سیمو د کتابخانو او تحویلخانو نظارت هم وشو، ټول پر خپل حال پاته وو، ټول تعلیمي پرسونل ته حوصله افزایي، ډاډ او اطمنان ورکول شو او خپلو دندو ته متوجه کړی شول، هغوی هم داسلامي امارت د مسئولینو د ښه چلند څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.
۲۰۲۱/۶/۲۹