غور: د مرکز فیروزکوه اړوند د ۱۰،۶۴۰ کیلو متره سړک کار پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)دغه سړک د (21,781,860) افغانیو په مجموعي لګښت چې ( ۴۱ پایه پلچک او ۵۰ متر استنادي دیوال) شامل دی، د مرکز فیروزکوه اړوند په بهاري علیا کلي کې په دوو پړاونو کې چې لومړی پړاو يې د (12,034,182) افغانۍ او دوهم پړاو يې د (9,747,678) افغانۍ چې تړون يې د کلیو د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)دغه سړک د (21,781,860) افغانیو په مجموعي لګښت چې ( ۴۱ پایه پلچک او ۵۰ متر استنادي دیوال) شامل دی، د مرکز فیروزکوه اړوند په بهاري علیا کلي کې په دوو پړاونو کې چې لومړی پړاو يې د (12,034,182) افغانۍ او دوهم پړاو يې د (9,747,678) افغانۍ چې تړون يې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د انسجام ساحوي پروګرام له خوا د بهاري علیا کلي پراختیایي شورا سره پخوا لاسلیک شوی وه او په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله یې چارې په ټپه دریدلې وې، عملا پرانیستل شو او کار يې پیل شو.

د یادې پروژې په پلي کولو سره ماهر او غیر ماهر کارګرو لپاره د کار زمینه برابر کیږي او د نوموړې پروژې څخه به (۲۴۰۰۰) کورنۍ برخمن شي.